د هېواد په محرومو سیمو کې د تعلیمي اسانتیاوو برابرول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت سرپرست وايي: د هېواد په لرو پرتو او محرومو سیمو کې د زده کړو د اسانتیاوو برابرول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو نن جمعه د تله ۶ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست مولوي سید حبیب الله اغا د کنر ولایت د ساګي په سیمه کې د یوه عالي لېسې د بنسټ ډبره کېښوده.

خبرځاى زياته کړه: د دغه ښوونځي د جوړولو لګښت ١٨ ميليونه افغانۍ اټکل شوى دى چې د پوهنې په برخه کې د يوې همکارې موسسې له خوا ورکول کيږي.  د چارواکو په وینا، دغه لېسه به په دوو پوړونو کې جوړه شي او د اړینو ودانیو تر څنګ به ۱۴ درسي ټولګي ولري.

د پوهنې وزارت سرپرست د دې لېسې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د هېواد په لرو پرتو او محرومو سیمو کې د هېواد د ماشومانو لپاره د زده کړو د اسانتیاوو برابرول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .